• رسمی وخت: د سهار له 8:00 بجو څخه د ماسپخین تر 4:00

زموږ په اړه

زموږ په اړه:

د مرکزي ثبت اداره په ۲۰۰۸ کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په چوکاټ کې د سوداګریزو کړنو، مشغولتیاوو او فکري مالکیت د ثبت په موخه را مینځ ته شوی ده. چې بیا په ۱۳۹۲ کال کې ددې وزارت د جواز لیکونو او مؤسساتو ریاست له ادغام وروسته د مرکزي ثبت او فکري مالکیت لوی ریاست تر نوم لاندې خپل فعالیت مخ ته وړي.

تر دې وروسته د جمهوري ریاست عالي مقام ۱۱۱ ګڼه فرمان له مخې د ایسا اداره د موازي تشکیلاتو د ختمولو په موخه  له دې ریاست سره یو ځای شوه.

د جمهوري ریاست د ۲۹۴۳ ګڼه او ۱۳۹۶-۱۰-۱۰ نیټې فرمان له مخې د خدماتو واحد مرکز هم د دې ریاست تر چت لاندې را مینځ ته شو تر څو ټول سکتوري وزارتونه د دې کړکۍ په وسیله جوازونه توزیع او اړونده پروسې ساده شي.

دا اداره د تشبث د جوازونو، سوداګریزو نښو، اختراعاتو، جغرافیایی نښو، صنعتي طرحو او متحده مدارونو د ثبت او صدور د یوازینۍ مرجع په توګه مکلفه ده چې سوداګریز قونین په هیواد کې پلي کړي. او هیوادوالو ته ډاډ ورکوي چې په دې اړه به د پام وړ خدمات وړاندې او لازمې اسانتیاوې را مینځ ته شي. تر اوسه اړین او مثمر کارونه ترسره شوي او په نږدې راتلونکي کې به عملي بڼه غوره کړي.